قلم · 20/52
ژباړه لیکلاسته — سورت قلم
فَأَصْبَحَتْ كَالصَّرِيمِ ۝٢٠
Fa asbahat kassareem
📖 پښتو
نو دغه (باغ داسې) شو، لكه رېبل شوى فصل

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

د معنیٰ لرونکي کلمې:

  • الصَّرِيم: هغه باغ چې ميوه يې پرې شوې وي، يا هغه توره شپه چې رڼا نه لري. په دې آيت کې دا د تيارې شپې په معنیٰ راغلی دی.

د آيت تفسير:

الله تعالیٰ پر هغه باغ باندې د شپې اور نازل کړ، په داسې حال کې چې د باغ خاوندان په خوب وو، نو هغه باغ د سهار په وخت کې داسې تياره او سوځېدلی شو لکه توره شپه چې رڼا نه لري. د هغوی ټول کښت او ميوه له منځه تللې وه، او باغ داسې تور او سوځېدلی پاتې شو لکه چې هيڅکله شين او زرغون نه و. دا د هغوی د دې عمل سزا وه چې د غريبانو او مسکينانو له حق څخه يې مخه نيولې وه، او دوی په خپل پلان کې دا خبره هېره کړې وه چې الله تعالیٰ پر هر څه باندې واکمن او غالب دی.

فايدې:

  1. الله تعالیٰ د بندګانو پر اعمالو ښه خبر دی، او هر څوک چې د الله له حکم څخه سرغړونه کوي، هغه ته به يې سزا ورکړي، که څه هم څه موده ورسره مهلت وي.
  2. د مال او شتمنۍ پر وياړ بايد نه کوو، ځکه چې الله تعالیٰ کولای شي په يوه شپه کې هر څه له منځه يوسي.
  3. په مال کې د غريبانو او مسکينانو حق ادا کول د مال د برکت سبب دی، او له دې څخه مخنيوی د مال د تباهۍ سبب ګرځي.
  4. د نېکۍ او خير اراده بايد په هماغه وخت کې عملي کړو، ځکه چې ځنډول کولای شي د تاوان سبب شي، لکه څنګه چې د باغ خاوندانو ته پېښ شول.


📜 آیت 18-22 — سورت قلم

18وَلَا يَسْتَثْنُونَ
او دوى استثنا نه كوله (ان شاء الله يې ونه وایه)
19فَطَافَ عَلَيْهَا طَائِفٌ مِّن رَّبِّكَ وَهُمْ نَائِمُونَ
نو په دغه (باغ) باندې ستا د رب له جانبه یوه طواف كوونكې بلا راچاپېره شوه، په داسې حال كې چې دوى ویده وو
20فَأَصْبَحَتْ كَالصَّرِيمِ
نو دغه (باغ داسې) شو، لكه رېبل شوى فصل
21فَتَنَادَوْا مُصْبِحِينَ
نو دوى یو بل ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې سبا كوونكي وو
22أَنِ اغْدُوا عَلَىٰ حَرْثِكُمْ إِن كُنتُمْ صَارِمِينَ
داسې چې خپل فصل ته سبا وختي ورشئ كه چېرې تاسو لَو كوونكي یئ
قلمقرآن فهرست
52آیت
MeccanRevelation
20آیت

ژباړه — قلم 20

سورت قلم آیت 20 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : نو دغه (باغ داسې) شو، لكه رېبل شوى فصل

سورت آیت 20/52 — سورت قلم القلم (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت قلم واورئ, سورت قلم ژباړه, سورت قلم mp3, سورت قلم pdf. آیت 18–22. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Tuesday, September 8, 2026

Don't forget us in your sincere prayers