الْحَاقَّةُ(1) دغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى |
مَا الْحَاقَّةُ(2) دغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى |
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحَاقَّةُ(3) او ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى |
كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ(4) ثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و |
فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ(5) نو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول |
وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ(6) او هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول |
سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَىٰ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ(7) (الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي |
فَهَلْ تَرَىٰ لَهُم مِّن بَاقِيَةٍ(8) نو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې |
وَجَاءَ فِرْعَوْنُ وَمَن قَبْلَهُ وَالْمُؤْتَفِكَاتُ بِالْخَاطِئَةِ(9) او فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ |
فَعَصَوْا رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَةً رَّابِيَةً(10) نو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول |
إِنَّا لَمَّا طَغَى الْمَاءُ حَمَلْنَاكُمْ فِي الْجَارِيَةِ(11) بېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ |
لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ(12) د دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري |
فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ نَفْخَةٌ وَاحِدَةٌ(13) نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي۔، یو پوكى |
وَحُمِلَتِ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَاحِدَةً(14) او ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول |
فَيَوْمَئِذٍ وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ(15) نو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي |
وَانشَقَّتِ السَّمَاءُ فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ(16) او اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي |
وَالْمَلَكُ عَلَىٰ أَرْجَائِهَا ۚ وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ(17) او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي |
يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَىٰ مِنكُمْ خَافِيَةٌ(18) په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي |
فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَءُوا كِتَابِيَهْ(19) نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ |
إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيَهْ(20) بېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم |
فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ(21) نو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي |
فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ(22) په اوچت جنت كې |
قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ(23) چې د هغه مېوې به نژدې وي |
كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ(24) تاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو |
وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيَهْ(25) او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې |
وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيَهْ(26) او زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى |
يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ(27) اى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى |
مَا أَغْنَىٰ عَنِّي مَالِيَهْ ۜ(28) زما مال زما هېڅ په كار رانغى |
هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيَهْ(29) له ما نه زما بادشاهي برباده شوه |
خُذُوهُ فَغُلُّوهُ(30) (وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ |
ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ(31) بیا دى دوزخ ته داخل كړئ |
ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ(32) بیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ |
إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ(33) بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ |
وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ(34) او مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه |
فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ(35) نو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته |
وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ(36) او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه |
لَّا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِئُونَ(37) چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران |
فَلَا أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ(38) نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ |
وَمَا لَا تُبْصِرُونَ(39) او په هغو چې تاسو يې نه وینئ |
إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ(40) بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده |
وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ۚ قَلِيلًا مَّا تُؤْمِنُونَ(41) او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ |
وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ(42) او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ |
تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ(43) (دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي |
وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ(44) او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى |
لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ(45) (نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى |
ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ(46) بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى |
فَمَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ(47) نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو |
وَإِنَّهُ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ(48) او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى |
وَإِنَّا لَنَعْلَمُ أَنَّ مِنكُم مُّكَذِّبِينَ(49) او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي |
وَإِنَّهُ لَحَسْرَةٌ عَلَى الْكَافِرِينَ(50) او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى |
وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ(51) او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى |
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ(52) نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه |