ژباړه — Tafsir
د کلمو معناګانې:
- ضَالًّا: د شرع او کتاب له پېژندنې نه ناخبره او ناپوه.
- فَهَدَىٰ: نو هغه ته يې د هدايت او لارښوونې توفيق ورکړ.
تفسیر:
اى نبي! الله تعالى تا ته يادونه كوي چې هغه تا ته څومره مهربان دى. هغه تا وليدل چې ته د كتاب (قرآن) او ايمان له پېژندنې نه ناخبره وې، او د هغه چا په څېر وې چې په بېلارۍ كې ګرځي او لار نه پېژني. نو الله تعالى تا ته د خپل كتاب او د ايمان د پېژندنې لار وښودله، او هغه څه يې درزده كړل چې ته يې نه پېژندلې. هغه تا ته د نېكو او پاكيزه اعمالو توفيق دركړ، او ستا زړه يې د هدايت په رڼا روښانه كړ. دا د الله تعالى له لورې ستا پر وړاندې تر ټولو لوی احسان و، چې تا يې له ګمراهۍ او ناپوهۍ نه راوويست او د حق او رښتيا په لار يې ودرولې.
فايدې:
- دا چې الله تعالى خپل پېغمبر ته د هدايت توفيق وركړ، دا د هغه پر وړاندې تر ټولو ستر احسان دى، او موږ ته دا ښيي چې هدايت يوازې د الله تعالى په لاس كې دى، نو بايد همېشه ترې وغواړو.
- دا آيت موږ ته د علم او پوهې ارزښت ښيي، ځكه چې ناپوهي د ګمراهۍ په څېر ده، او علم او ايمان د هدايت لار ده.
- دا چې الله تعالى خپل پېغمبر ته د هدايت توفيق وركړ، دا د مسلمانانو لپاره د اميد او خوشحالۍ سبب دى، ځكه چې الله تعالى هر هغه څوك چې وغواړي، هدايت وركوي، او د هغه رحمت له هر چا سره شته.
- دا آيت موږ ته د شكر او قدردانۍ درس راكوي، چې بايد د الله تعالى د نعمتونو په مقابل كې شكر وباسو، او د هغه د لارښوونې قدرداني وكړو.
📜 آیت 5-9 — سورت ضحی
ژباړه — ضحی 7
سورت ضحی آیت 7 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه…سورت آیت 7/11 — سورت ضحی الضحى (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت ضحی واورئ, سورت ضحی ژباړه, سورت ضحی mp3, سورت ضحی pdf. آیت 5–9. پښتو: فارسی.
قرآن کریم
Monday, September 7, 2026
Don't forget us in your sincere prayers








