Awalam yatafakkaroo feee anfusihim; maa khalaqal laahus samaawaati wal arda wa maa bainahumaaa illaa bil haqqi wa ajalim musammaa; wa inna kaseeram minan naasi biliqaaa`i Rabbihim lakaafiroon
📖 ژباړه (پښتو)
📖 پښتو
ایا دوى په خپلو نفسونو كې فكر نه دى كړى، چې الله اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره۔ او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران (او كافران) دي
🌐 Additional reference in فارسی
🌐 فارسی
آيا با خود نمىانديشند كه خدا آسمانها و زمين را و هر چه را ميان آنهاست، جز به حق و تا مدتى محدود، نيافريده است؟ و بسيارى از مردم به ديدار پروردگارشان ايمان ندارند.
ایا دا خلک چې د الله د رسولانو او د هغه د لقاء (وروسته له مرګه له الله سره د ملاقات) منکر دي، په خپلو ځانونو کې فکر نه کوي؟ ایا دوی نه ګوري چې الله دوی له نیستۍ څخه پیدا کړي دي؟ هماغه الله چې د دوی د پیدا کولو توان لري، یقیناً د بیا ژوندي کولو توان هم لري.
الله تعالیٰ اسمانونه او ځمکه او هر هغه څه چې د دواړو ترمنځ دي، په عبث او بې ګټې نه دي پیدا کړي، بلکې په حقه او د ښو حکمتونو سره یې پیدا کړي دي، لکه د توحید او د الله د قدرت ښودنه، او د نیکمرغه او بدمرغه ترمنځ توپیر. همدارنګه یې د دوی لپاره یوه ټاکلې موده مقرر کړې ده چې تر هغې پورې به دا نړۍ قایمه وي، او کله چې هغه موده پای ته ورسېږي، نو قیامت به راشي او ټول به له مرګ وروسته ژوندي شي.
خو له بده مرغه، ډېر خلک د خپل رب له ملاقات او له قیامت څخه منکر دي او په هغه باندې کفر کوي. دوی د دنیا په ژوند بوخت دي او د آخرت لپاره هېڅ چمتوالی نه نیسي، ځکه چې دوی د بیا ژوندي کېدو او د حساب په ورځ باور نه لري.
فايدي:
دا چې انسان باید په خپل ځان او د الله په مخلوقاتو کې فکر وکړي، دا د ایمان د پیاوړتیا سبب ګرځي.
دا چې دا نړۍ عبث او بې مقصده نه ده پیدا شوې، بلکې هر څه په حقه او د یوې ټاکلې مودې سره پیدا شوي دي.
دا چې د قیامت او له الله سره د ملاقات باور، د انسان لپاره د نیکو اعمالو د ترسره کولو او له بدو کارونو د ډډه کولو ترټولو لوی محرک دی.
دا چې د الله په قدرت باندې باور، انسان ته د بیا ژوندي کېدو او د حساب په ورځ د باور لار هواروي، ځکه چې هغه څوک چې د لومړي ځل پیدا کولو توان لري، د بیا پیدا کولو توان هم لري.
ایا دوى په خپلو نفسونو كې فكر نه دى كړى، چې الله اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره۔ او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران (او كافران) دي
ایا دوى په خپلو نفسونو كې فكر نه دى كړى، چې الله اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره۔ او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران (او كافران) دي
ایا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو۔ هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه اباده كړې ده او دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو الله كله هم داسې نه و چې په دوى ظلم وكړي او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.