مائده · 25/120
ژباړه لیکلاسته — مائده
قَالَ رَبِّ إِنِّي لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي وَأَخِي ۖ فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ ۝٢٥
Qaala Rabbi innee laaa amliku illaa nafsee wa akhee fafruq bainanaa wa bainal qawmil faasiqeen
📖 پښتو
وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږپه مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله
🎧 واورئ

📜 آیت 23-27 — مائده

23قَالَ رَجُلَانِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
وویل دوه سړیو له هغو كسانو نه چې (د الله نه) وېرېدل، (او) الله په هغو دواړو انعام كړى و: تاسو په دوى باندې په دروازه كې (حمله كوونكي) داخل شئ، نو كله چې تاسو هغې ته ننوتئ، نو بېشكه تاسو غالبه یئ او تاسو خاص په الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ
24قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُوا فِيهَا ۖ فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ
هغوى وویل: اى موسٰی! بېشكه مونږه دې (ښاریې) ته له سره نه ننوځو هیڅكله هم، څو پورې چې دوى په هغې كې وي، نو ته او ستا رب دې لاړ شي، نو تاسو دواړه وجنګېږئ، مونږ خو بس همدلته ناست یو
25قَالَ رَبِّ إِنِّي لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي وَأَخِي ۖ فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږپه مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله
26قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ ۛ أَرْبَعِينَ سَنَةً ۛ يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
وویل (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه
27۞ وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ
او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په دوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي
مائدهقرآن فهرست
120آیت
MedinanRevelation
25آیت

ژباړه — مائده 25

سورت مائده آیت 25 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم…

سورت آیت 25/120 — مائده المائدة (Medinan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: مائده واورئ, مائده ژباړه, مائده mp3, مائده pdf. آیت 23–27. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Tuesday, August 18, 2026

Don't forget us in your sincere prayers