د عيسى عليه السلام په اړه چې موږ تاته بیان کړل، دا خبره په رښتیا هم سمه او بې شکه کیسه ده. له الله پرته بل هیڅ معبود نشته چې عبادت یې حقدار وي. الله یوازې دی چې عبادت یې باید وشي. الله تعالی په خپل بادشاهي کې ډېر غالب او زورور دی، او په خپلو ټولو کارونو، تدبیر او حکم کې ډېر حکمت والا دی. هغه هر څه چې کوي، په حکمت سره یې کوي. نو تاسو باید د الله په دې خبرو باور وکړئ او د هغه په وحدانیت او کمال صفاتو ایمان راوړئ.
نو څوك چې د ده (عیسٰی) په باره كې له تا سره جګړه كوي، وروسته له دې چې تا ته علم حاصل شو، نو ته ووایه: راځئ! چې مونږ راوبلو خپل زامن او ستاسو زامن او خپلې ښځې او ستاسو ښځې او خپل ځانونه او ستاسو ځانونه، بیا به په زارۍ سره دعا وكړو، نو په دروغژنو به د الله لعنت ووایو
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى اهل كتابو! داسې كلمې ته راشئ چې زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې برابره ده، دا چې عبادت به نه كوو مګر يواځې د الله او له هغه سره به هېڅ شى نه شریكوو او زمونږ بعضې به بعضو نورو لره له الله نه غېر پالونكي (خدایان) نه نیسي، نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو په دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.