روم · 19/60
ژباړه لیکلاسته — سورت روم
يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ وَكَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ ۝١٩
Yukhrijul haiya minal maiyiti wa yukhrijul maiyita minal haiyi wa yuhyil arda ba`da mawtihaa; wa kazaalika tukhrajoon
📖 پښتو
هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

د ژوندي له مړي او مړي له ژوندي را ايستل: لکه انسان له نطفې، مرغۍ له هګۍ، او نطفه له انسان او هګۍ له مرغۍ را ايستل كېږي. هغه مځكه ژوندۍ كوي د باران په واسطه او د نباتاتو را ايستلو سره، وروسته له دې چې وچه او مړه شوې وي. او همداسې تاسو به (له قبرونو) را ايستل كېږئ د حساب او جزا لپاره.

دا د الله تعالی د قدرت لویه نښه ده چې ژوندی له مړي او مړی له ژوندي را وباسي. كله چې تاسو وګورئ چې هګۍ له مرغۍ او مرغۍ له هګۍ راوځي، نو پوه شئ چې دا ټول د هغه ذات په امر كېږي چې هغه په هر شي قادر دی. لکه څنګه چې مړه مځكه د باران په رحمت سره ژوندۍ كېږي او زرغونېږي، همداسې به تاسو هم د قبرونو له تیارو راووځئ. دا خبره د زړونو لپاره سكون او د ایمان د پیاوړتیا سبب ده. ای بنده ګانو! په دې قدرت لرونكي ذات باندې ایمان راوړئ او د هغه د رحمت هیله وكړئ، ځكه هغه چې دا ځمكه له مړینې وروسته ژوندۍ كوي، هغه به خامخا تاسو هم ژوندي كړي. نو له هغه څخه مه وېرېږئ او د هغه د رحمت او فضل هیله لرئ، ځكه هغه ډېر بخښونكى او مهربان دى.



📜 آیت 17-21 — سورت روم

17فَسُبْحَانَ اللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ
نو (وايئ) د الله تسبیح كله چې تاسو ماښام كوئ او كله چې تاسو سبا كوئ
18وَلَهُ الْحَمْدُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ
او خاص هغه لره ستاينئ دي په اسمانونو اوپه ځمكه كې او (تسبیح وايئ) د ورځې په اخره برخه كې او كله چې تاسو ماسپښین كوئ
19يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ وَكَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ
هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ
20وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُونَ
او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ
21وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي
رومقرآن فهرست
60آیت
MeccanRevelation
19آیت

ژباړه — روم 19

سورت روم آیت 19 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي…

سورت آیت 19/60 — سورت روم الروم (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت روم واورئ, سورت روم ژباړه, سورت روم mp3, سورت روم pdf. آیت 17–21. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers