انعام · 117/165
ژباړه لیکلاسته — انعام
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَن يَضِلُّ عَن سَبِيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ۝١١٧
Inna rabbaka Huwa a`lamu mai yadillu `an sabeelihee wa Huwa a`lamu bilmuhtadeen
📖 پښتو
بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د هغه د لارې نه ګمراه كېږي او هغه په هدایت موندونكو (هم) ښه پوه دى

🎧 واورئ


📜 آیت 115-119 — انعام

115وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا ۚ لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته، او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
116وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (، نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي، دوى يواځې د ګمان پیروي كوي او دوى يواځې اټكل چلوي
117إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَن يَضِلُّ عَن سَبِيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ
بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د هغه د لارې نه ګمراه كېږي او هغه په هدایت موندونكو (هم) ښه پوه دى
118فَكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كُنتُم بِآيَاتِهِ مُؤْمِنِينَ
نو تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خورئ چې په هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي، كه چېرې تاسو یئ چې د هغه په ایتونو ایمان لرونكي یئ
119وَمَا لَكُمْ أَلَّا تَأْكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُم مَّا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا لَّيُضِلُّونَ بِأَهْوَائِهِم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِينَ
او په تاسو څه دي چې له هغې (مذبوحې) څخه به خوراك نه كوئ چې په هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي او یقینًا هغه (الله) تاسو ته هغه څه واضح كړي دي چې پر تاسو يې حرام كړي دي، سِوا له هغه نه چې تاسو هغه ته مجبور كړى شئ، او بېشكه ډېر خلق، خامخا د خپلو خواهشاتو په ذرېعې سره، بې له پوهې نه (خلقو لره) ګمراه كوي، بېشكه ستا رب، هغه په زیاتي كوونكو ښه پوه دى
انعامقرآن فهرست
165آیت
MeccanRevelation
117آیت

ژباړه — انعام 117

سورت انعام آیت 117 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې…

سورت آیت 117/165 — انعام الأنعام (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: انعام واورئ, انعام ژباړه, انعام mp3, انعام pdf. آیت 115–119. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Tuesday, August 18, 2026

Don't forget us in your sincere prayers