انعام · 46/165
ژباړه لیکلاسته — سورت انعام
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَىٰ قُلُوبِكُم مَّنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِهِ ۗ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ ۝٤٦
Qul ara`aitum in akhazal laahu sam`akum wa absaarakum wa khatama `alaa quloobikum man ilaahun ghairul laahi yaateekum bih; unzur kaifa nusarriful Aayaati summa hum yasdifoon
📖 پښتو
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې الله ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې واخلي او ستاسو په زړونو باندې مهر ولګوي (، نو) له الله نه غير (بل څوك حق) معبود دى، چې دا تاسو ته (واپس) راوړي؟ ته وګوره، مونږه ایتونه څنګه قسما قسم بیانوو، بیا (هم) دوى مخ اړوي

🎧 واورئ
📜

ژباړه — Tafsir

د کلمو معناګانې:

  • أَخَذَ سَمْعَكُمْ: ستاسو اورېدل له منځه یوسي، یعنې کڼ کړي مو.
  • وَأَبْصَارَكُمْ: ستاسو سترګې له منځه یوسي، یعنې ړانده کړي مو.
  • وَخَتَمَ عَلَىٰ قُلُوبِكُم: پر زړونو مو مهر ولګوي، نو هېڅ خبره پوهېدل ورته نه شي.
  • يَأْتِيكُم بِهِ: هغه څه چې اخیستل شوي وي بېرته یې راولي.
  • نُصَرِّفُ الْآيَاتِ: مونږ دلایل او نښې بېلابېلې بیانوو، څو پوه شي.
  • يَصْدِفُونَ: له حق څخه مخ اړوي او یې نه مني.

تفسیر:

ای محمده! ته دې مشرکانو ته ووایه: تاسو ما ته خبر راکړئ! که الله تعالی ستاسو غوږونه واخلي او تاسو کڼ کړي، ستاسو سترګې واخلي او تاسو ړانده کړي، او پر زړونو مو مهر ولګوي چې هېڅ خبره پوهېدل ورته نه شي، نو له الله پرته بل څوک معبود شته چې دا ټول اخیستل شوي څه بېرته درته راولي؟ هېڅوک نشته! دا یوازې الله کولای شي.

بیا الله تعالی خپل پیغمبر ته وايي: ته وګوره چې مونږ څنګه خپلې نښې او دلایل بېلابېل بیانوو، څو دوی پوه شي او لار ومومي، خو بیا هم دوی له دې ټولو څخه مخ اړوي او یې نه مني.


فایدې:

  • دا چې سمع، بصر او عقل د الله تعالی لوی نعمتونه دي، نو پر موږ لازمه ده چې د دې نعمتونو شکر وباسو او په سمه لار کې یې وکاروو.
  • که الله تعالی دا نعمتونه له چا واخلي، نو هېڅوک یې بېرته نه شي ورکولای، نو باید له الله پرته بل چا ته په هیڅ ډول پناه ونه وړو.
  • الله تعالی پر بندګانو باندې ډېر مهربان دی، ځکه یې دا نعمتونه پرېښودل دي، نو باید د هغه د احسانونو شکر ادا کړو.
  • د حق د منلو لپاره باید زړه خلاص وي، ځکه چې پر زړه د مهر لګېدل د انسان د هلاکت لامل دی، نو باید له داسې کارونو ځان وساتو چې د زړه د سختۍ سبب شي.


📜 آیت 44-48 — سورت انعام

44فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ
نو كله چې دوى هغه شى هېر كړ په څه سره چې دوى ته نصیحت شوى و، بیا نو مونږ په دوى باندې د هر شي دروازې پرانستلې تر دې چې دوى لويي وكړه، په سبب د هغه څه چې دوى ته وركړى شوي وو (، نو) مونږه دوى ناڅاپه ونیول، نو ناګهانه دوى ناامېده شول
45فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُوا ۚ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
نو د هغه قوم بېخ پرې كړى شو چې ظلم يې كړى و او ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي، چې د عالَمونو ښه پالونكى دى
46قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَىٰ قُلُوبِكُم مَّنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِهِ ۗ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې الله ستاسو غوږونه او ستاسو سترګې واخلي او ستاسو په زړونو باندې مهر ولګوي (، نو) له الله نه غير (بل څوك حق) معبود دى، چې دا تاسو ته (واپس) راوړي؟ ته وګوره، مونږه ایتونه څنګه قسما قسم بیانوو، بیا (هم) دوى مخ اړوي
47قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ بَغْتَةً أَوْ جَهْرَةً هَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الظَّالِمُونَ
ته ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې پر تاسو باندې د الله عذاب ناڅاپه راشي، یا ښه ښكاره، (، نو) نه به شي هلاكولى مګر ظالمان خلق
48وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ ۖ فَمَنْ آمَنَ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، نو چا چې ایمان راوړ او د ځان اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي
انعامقرآن فهرست
165آیت
MeccanRevelation
46آیت

ژباړه — انعام 46

سورت انعام آیت 46 - لوستل, واورئ, ژباړه, پښتو : ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ كه چېرې…

سورت آیت 46/165 — سورت انعام الأنعام (Meccan). لوستل واورئ ژباړه (پښتو). واورئ: سورت انعام واورئ, سورت انعام ژباړه, سورت انعام mp3, سورت انعام pdf. آیت 44–48. پښتو: فارسی.




قرآن کریم


Monday, September 7, 2026

Don't forget us in your sincere prayers