د عيسىٰ عليه السلام د الله په نزد كې بېلګه د آدم عليه السلام په شان ده. الله تعالیٰ آدم له خاورو پيدا كړ، بيا يې ورته وويل: "پيدا شه"، نو هغه پيدا شو. همداسې عيسىٰ له پلاره پرته پيدا شو، مګر دا د هغه د الوهيت دليل نه دی، ځكه چې آدم له پلاره او مور دواړو پرته پيدا شو، بيا هم ټول خلک په دې متفق دي چې هغه د الله يو بنده و.
نو څوك چې د ده (عیسٰی) په باره كې له تا سره جګړه كوي، وروسته له دې چې تا ته علم حاصل شو، نو ته ووایه: راځئ! چې مونږ راوبلو خپل زامن او ستاسو زامن او خپلې ښځې او ستاسو ښځې او خپل ځانونه او ستاسو ځانونه، بیا به په زارۍ سره دعا وكړو، نو په دروغژنو به د الله لعنت ووایو
SurahQuran.com was founded as a humble effort to serve the Noble Book and the pure Sunnah, to invite people to Allah, and to make the religious sciences accessible according to the methodology of the Quran and Sunnah. We praise and thank Allah for His grace, and we ask Him to accept our work and make it sincere for His noble Face.